د اطلاعاتو او کلتور رئيس د تاريخي ابداتو او لرغونو سيمو څخه ليدنه وکړه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۱:۱۲
…

سه‌شنبه (۱۶ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا عبدالغفار حقنما د امام زاده يحیی ابن زید شهيد له زيارت، مسجد او خشت پل څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي حقنما د لرغونو سيمو او تاريخي آبداتو په ساتنه ټينګار وکړ دا يې د ټولو مسؤليت وباله او زياته يې کړه؛ کلتوري، تاريخي او لرغوني ميراثونه د هېواد ملي هويت دی او د هېواد لرغونتوب نړيوالو ته ورپېژني، نوموړي وويل: کلتوري، تاريخي او لرغوني ميراثونه په خلکو او بیت المال پورې اړه لري.

سرپل د تفريحي، لرغونو او تاريخي آبداتو درلودونکی ولايت دی، چې هر کال زرګونه سيلانيان ورڅخه ليدنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS