د اطلاعاتو او کلتور او دفاع وزارتونو مسؤلینو د کابل بالاحصار له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه
تېره ورځ د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنري او کلتوري چارو معین مولوي عتیق الله عزیزي، د اطلاعاتو کلتور وزارت د لرغون پوهنې رئیس ذبیح الله سادات او د یاد وزارت د تاریخي ابداتو رئیس انجینر حسیب الله نسیمي، د ملي دفاع وزارت د کشف لوی رئیس مولوي علي محمد معتصم او د یاد وزارت د امنیتي خدماتو رئیس قاري حامد وزیري د کابل بالاحصار د تاریخي کلا څخه د بیارغونې د ارزونې په موخه لیدنه وکړه.
په پیل کې هلته د روانو ساختماني کارونو په اړه د اغاخان نړیوال سازمان د کلتوري برخې مسؤلین چې د بالاحصار تاریخي کلا د بیارغونې مسؤلیت لري، د یادو وزارتونو چارواکو ته معلومات ورکړ او د خپلو کارونه د ستونزو شریکولو سربېره په ځينو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنري او کلتوري چارو معین د اغاخان نړيوال سازمان د کلتوري برخې له مسؤلینو مننه وکړه او د کارونو څخه یې رضایت وښوده او په ځينو برخو کې مشورې ورکړې.
د کابل بالاحصار تاریخي کلا او سیمه چې پخوانیو جګړو کې ویجاړه شوې وه، د بیارغونې برخه یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هڅو پیل شوې، چې تر بشپړیدو ورسته به د هنري او کلتوري فعالیتونو لپاره ګټه ترې واخیستل شي.
۱۴۴۴/۱۱۰/۱۲هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۲هـ ش
