د اطلاعاتو او کلتور، پوهنې او ښاروالۍ ریاستونو تر منځ د هوکړه لیک لاسلیک شو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۰:۲
…

تېره ورځ د هلمند ولایت لښکرګاه ښاروالۍ په رياست کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبد الباري راشد، ښاروال مولوي عبدالله روحاني او د پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري تر منځ د تمثیلي ښاروالیو جوړولو په موخه درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو.

 ښاغلي روحاني په مدارسو او ښوونځيو کي د تمثیلي ښارواليو د جوړېدو په هکله معلومات وړاندی کولو ترڅنګ زیاته کړه؛ په مدرسو او ښوونځيو کې د تمثیلي ښاروالیو جوړونه به دا ګټه وکړي،چې زده کوونکي به د خپلو ښوونځيو  پاکوالي ته متوجه شي او کله چې فارغېږي په ښاري اصولو به پوه وي او د ښار په پاک ساتلو کې به زياته پاملرنه  وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي راشد وویل: د تمثیلي ښاروالیو په جوړولو سره به د ښوونځیو او مدرسو زده کړیالان وتوانېږي،چې د ښاروالۍ قوانین زده او په خپل کور، کلي او ښار کې عملي کړي.


د يادونې وړ ده، چي د لښکرګاه ښاروالۍ په لسو مدرسو او ښوونځيو کې د تمثیلي ښارواليو کمېټې جوړوي، چې وخت پر وخت به یې څارنه او ملاتړ هم کېږي.

۱۴۰۳/۱/۴ ھ ل
۱۴۴۵/۹/۱۳ ھ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS