د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينه: د شتمنيو ثبت، په حکومتي بنسټونو کې د کار روڼتيا زياتوي
د دولتي کارکوونکو د شتمنيو د ثبت بهير نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې پيل شو.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معينې سيدې مژګان مصطفوي په دغه وزارت کې د دولتي کارکوونکو د شتمنيو د ثبت بهير په پيل کې وويل: موږ هره ورځ د کورنيو او بهرنيو رسنيو له لارې په افغانستان کې د جګړې، ناامنۍ او اداري فساد په اړوند خبرونه اورو چې زياتره په پراخ ډول ښودل کېږي.
هغې زياته کړه: د دولتي مامورينو د شتمنيو ثبت، په ادارو کې د اداري فساد پر وړاندې د څارنې يوه ښه او ګټوره چاره ده.
مصطفوي دغه راز وویل چې له ورکړ شوې بودجې څخه بايد د امانت او بيت المال په توګه په ښه او شفاف ډول ساتنه وشي.
د هغې په باور: د دولتي کارکوونکو د شتمنيو د ثبت بهير په دولتي ادارو کې د کار شفافيت زیاتوي.
هغې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يوې مسوولې په توګه د دولتي بنسټونو د کار د لا روڼتیا غوښتنه وکړه.
د جمهوري رياست د چارو ادارې د شتمنيو د ثبت د څانګې رييس عبدالودود بشريار د شتمنيو د ثبت بهير او د دغه پروګرام د موخو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه: د دولتي کارکوونکو د شتمنيو په ثبت سره، موږ کولی شوو په هېواد کې د فساد پر وړاندې د مبارزې لاره لنډه کړو.
هغه له دولتي کارکوونکو څخه وغوښتل چې له دغه بهير سره دقيق چلند ولري او خپلې ډېرې کوچنۍ مادي شتمنۍ ثبت کړي چې په راتلونکي کې له ستونزې سره مخ نشي.
کابل/ د وري ۹ مه/ باختر
