د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت خبرتيا

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۱۰:۴۳
 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت خبرتيا

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت پوهنتونونو او د خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته د روان کال د مني سمستر لپاره د ځوانانو د معرفي کولو په موخه د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو له یو شمېر مسوولینو سره د پام وړ تخفیف سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.

دغه راز هغه ځوانان چې د زده کړو لېوالتیا لري کولای شي د نوم لیکنې په خاطر له دوه عکسونو او د تابعیت د تذکرې له کاپي سره  په غازي محمد جان خان واټ کې د حاجي عبدالرحمن جومات ته مخامخ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت ته ورشي.

دغه راز مينه وال کولاى شي د زياتو معلوماتو لپاره دې د دغه  بنسټ له (٠٧٩٢٧٦٠٠٠٥ ) يا (٠٧٤٧٠٠٨٩٠٠) شمېرو سره اړيکه ونيسي.

کابل، د زمري ٢٦ مه، باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS