د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرکز او ولايتونو د رييسانو د رپوټ ورکولوغونډە پاى ته ورسېده

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۵:۵۴
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرکز او ولايتونو د رييسانو د رپوټ ورکولوغونډە پاى ته ورسېده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په ګډون نن د دغه وزارت د مرکزي برخو د رييسانو او آمرانو د رپوټ ورکولو غونډه  جوړه شوه.

د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛  په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنک وزارت د معينانو، سلاکارانو او مسوولينو په ګډون د دغه وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالار کې جوړه شوه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرکزي برخو د رييسانو او آمرانو د خپل تېريو کال د کارونو رپوټونه وړاندې کړل .

په  دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دفتر،  د پاليسۍ اوپلان، د داخلي تفتيش، باختراژانس، دولتي ورځپانو، نشراتو ، بيهقي کتاب  چاپولو، ملي موزيم ،لرغونپېژندنې، ملي نګارستان ، افغان فلم، موسيقۍ، د تاريخي ابداتو د ساتنې، د ملي تياتر،عامه کتابتونونو، ملي ارشيف،  د خلکو د فرهنګ د پروګرامونو د همغږى ،د رضاکارو ځوانانو، د ځوانانو د خونديتوب، ګرځندوي، د ګرځندوي د تحقيق او بازار موندنې، بشري منابعو او د مالي او اداري رييسانو او مسوولينو او دغه راز د معلوماتي تکنالوژى، په ملکي خدمتونو کې د ښځو د ملاتړ (جندر ) او د تدارکاتو امريتونو مسوولينو د خپلو اړوندو بنسټونو د کارونو او برياليتوبونو د رپوټونو د وړاندې کولو په ترڅ کې خپلې يولړ ستونزې ،غوښتنې او اړتياوې هم وړاندې کړې.

دغه رازهغوى د ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو د بهير د ښه والي او ګړنديتوب په خاطر خپلې نظريې، پيشنهادونه او طرحې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې .

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د دغو رييسانو د کارونو او برياليتوبونو د رپوټونو له اورېدو وروسته د هغوى د کارونو او فعاليتونو قدرداني وکړه او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ولايتي او مرکزي  څانګو رييسانو او مسوولينو په ښه ډول د هېواد د فرهنګ ښه استازيتوب کړى دى او له هغوى څخه يې منننه وکړه.

کابل/ د وري ١٢ مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS