د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد کشمي مړينه يوه ضايعه وبلله
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د استاد درمحمد کشمي پر مړينې خواشيني څرګنده کړه.
استاد درمحمد کشمي د هېواد مشهور سيمه ييز سندرغاړى و او د دمبورې او غيچک په وهلو کې یې شهرت درلود.
هغه د بدخشان د کشم ولسوالۍ په فرخ جانیو کلي کې وزيږيد او په ځوانۍ کې د سيمه ييزو سندرو په ويلو او د دمبورې په غږولو د خلکو ترمنځ مشهور شو.
ارواښاد استاد کشمي د کنسرتونو لپاره المان، فرانسې، اسپانيا، متحدو عربي اماراتو، تاجکستان، ترکمنستان او ايران ته سفر کړې و.
استاد کشمي د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه د ٨٨ کلنۍ په عمر وفات شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د هېواد د دغه مشهور هنرمند مړينه د هېواد د موسيقي هنر په برخه کې يوه ضايعه بولي او د الله (ج ) له دربار څخه هغه ته د فردوس جنت او د هېواد هنري ټولنې، د ارواښاد کورنۍ او خپلوانو ته د جميل صبر هيله کوي.
کابل/ باختر/د تلي ٢٦مه
