د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

moic_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۱۵:۶
نشست هماهنگی میان وزارت اطلاعات و فرهنگ و رسانه ها برگزار شد

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د دغه وزارت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې، په دې غونډه کې چې د يوشمېر دولتي او خصوصي رسنيو د مسوولينو او د يوشمېر بنسټونو د خپرونو برخو د رييسانو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د دغه وزارت او رسنيو ترمنځ پر زياتې همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چې رسنۍ بايد د راتلونکو انتخاباتو په اړوند د انتخاباتي کمپاينونو خبرونه په ناپيلي ډول خپاره کړي.
حسينې ساپۍ د اطلاع رسونې په برخه کې د رسنيو هڅې وستايلې او ټينګار يې وکړ چې رسنۍ بايد د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې او د مور په شېدو د تغذيې اوونۍ په      اړوند د رپوټونو او خبرونو په ښه پوښښ کې هم زياتې هلې ځلې وکړي او په دې اړوند يې د دولتي رسنيو له لارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين فاضل سانچارکي هم په خپلو خبروکې د دې غونډې د جوړولو هدف د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رسنيو ترمنځ د دوستۍ او صميميت د فضا رامنځته کول او د متقابلې همکارۍ د روحيې پياوړتيا وبلله.
سانچارکي د روانو حالاتو په منعکسولو او اطلاع رسونه کې د رسنيو رول ارزښتناک وباله او ټينګار يې وکړ چې رسنۍ بايد د انتخاباتو د خبرونو په منعکسولو کې عدالت او بېطرفي رعايت کړي.
دغه راز په غونډه کې برخه والو د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په اړوند خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS