د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلاميه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۹ - ۱۵:۱۶
پارک سينما زموږ د هېواد له مهمو فرهنګي، هنري او تاريخي ميراثونو څخه ده. د پارک سينما او د افغانستان د نورو سينماګانو له لارې ، د هېواد اوسېدونکي له فلم، سريال او نورو هنري نمايشاتو سره آشنا شول. د پارک سينما له عمر څخه نږدې ٧٠ کاله تېرېږي او اوس د فرهنګي ميراثونو يوه برخه شمېرل کېږي چې بايد وساتل شي، که څه هم په تېرو کلونوکې، په څنډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاتې کېدو په دليل، د سينماګانو مديريت ښاروالۍ ته وسپارل شو او دغه روال لا هم دوام لري. کابل ښاروالۍ په دې وروستيو کې په يوه غونډه کې د جمهوري ري

پارک سينما زموږ د هېواد له مهمو فرهنګي، هنري او تاريخي ميراثونو څخه ده. د پارک سينما او د افغانستان د نورو سينماګانو له لارې ، د هېواد اوسېدونکي له فلم، سريال او نورو هنري نمايشاتو سره آشنا شول. د پارک سينما له عمر څخه نږدې ٧٠ کاله تېرېږي او اوس د فرهنګي ميراثونو يوه برخه شمېرل کېږي چې بايد وساتل شي، که څه هم په تېرو کلونوکې، په څنډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاتې کېدو په دليل، د سينماګانو مديريت ښاروالۍ ته وسپارل شو او دغه روال لا هم دوام لري.

کابل ښاروالۍ په دې وروستيو کې په يوه غونډه کې د جمهوري رياست جلالتماب لومړي مرستيال د پارک سينما د ويجاړولو طرحه ورکړې ده او په ښکاره دغه غوښتنه د تائيد وړ ګرځيدلې او تصویب شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کابل ښاروالۍ څخه غواړي چې په دې برخه کې لږ ځنډ او صبر وکړي او د جمهوري رياست له جلالتمآب لومړي مرستيال څخه هيله کوي چې د غونډې پر پرېکړې بيا کتنه وشي. که وګڼو چې د پارک له سينما څخه استفاده نه کېږي، خو بيا هم د هېواد د هنرمندانو د خاطرو يوه برخه ده او د ساتنې وړ مهم فرهنګي  ميراث دی. د هغې تخريب په هېڅ ډول د عمومي افکارو او ښاريانو د منلو وړ نه دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غواړي چې د سينماګانو او د پارک سينما د مديريت موضوع د فرهنګ عالي شورا په لومړنۍ غونډه کې تر بحث لاندې ونيول شي. وروستي تصميمونه به د فرهنګ عالي شورا ونيسي.

 کابل/ د لړم ١٩ مه / باختر 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او (DHSA) موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسې(DHSA) ترمنځ د ټولنیز ګډون پیاوړتیا په نوم د همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۱۴جمادی الاول ‌۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS