د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه سلګونه زده کوونکي فارغ شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۲۲
...

د کونړ او غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند د وړیا ښوونیزو مرکزونو له انګلیسي او کمپیوټر ټولګیو څخه شاوخوا ۱۹۰ تنه زده کوونکي فارغ شول.
فراغت غونډې ته د وینا پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د علم ترلاسه کولو، د عثماني خلافت او اسلامي تاریخ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان باید د دښمنانو د پټو توطیو او د اسلامي امت پر وړاندې د فکري مبارزې په اړه چمتو اوسي.
مسؤلینو ځوانان د علم ترلاسه کولو ته وهڅول او له هغوی څخه یې وغوښتل چې ځانونه د علم په ګاڼه سمبال کړي، د عصر له اړتیاوو سره سم مهارتونه زده کړي، ځکه له دښمن سره د علمي او فکري مبارزې لپاره تر ټولو اغېزمنه وسیله علم او پوهه ده او ځوانان باید په یو ګډ فکر او هدف سره د خپل هېواد او ټولنې د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

۱۴۴۸/۳/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS