د اشکاشم ولسوالۍ تاریخي لرګینه ماڼۍ د اطلاعات او کلتور ریاست لخوا ثبت شوه

د بدخشان ولايت د اطلاعات او کلتور رئیس انجنیر ذبیح الله امیري د یو شمېر فرهنګي شخصیتونو سره د اشکاشم ولسوالۍ ته په سفر کې د ظاهرشاه د وخت یوه تاریخي لرګینه ماڼۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوم ثبت او راجستر کړه.
ښاغلي اميري وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د دې ولایت تاریخي او سیاحتي ځایونو د ساتنې او پالنې په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.
فرهنګي شخصیتونو او د قلم خاوندانو د دې تاریخي ماڼۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوم ثبتول یو ښه ګام وباله او له یاد ریاست څخه یې غوښتنه وکړه، چې د تاریخي او سیاحتي ځایونو په ساتنه، پالنه او بیارغونه کې لا ډېر پام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې بدخشان ولایت د یوه اوږد تاریخ او شتمن فرهنګي میراث لرونکی ولايت دی، په دې ولایت کې ګڼ شمېر تاریخي ځایونه، لرغوني آثار او سياحتي سیمې شتون لري.
۱۴۴۶/۶/۳ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱۵ هـ ل