(د اسلام په تاریخ کې د ژورنالیزم ارزښت) په نوم علمي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۸
...

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ګڼ شمېر خبریالانو ته (د اسلام په تاریخ کې د ژورنالیزم ارزښت) په نوم یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌ الله مجاهد وویل: رسنۍ د حقیقت د بیانولو مهمه وسیله ده او خبریالان باید د خبرونو په خپرولو کې له دقت، صداقت او رښتینولۍ څخه کار واخلي.
سیمینار کې نورو وینا والو هم د ژورنالیزم د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: لکه څنګه چې امنیتي ځواکونه د هېواد له پولو څخه دفاع کوي، همداسې خبریالان هم د رسنیو له لارې د حقایقو په خپرولو او د اسلامي ارزښتونو په دفاع کې مهم رول لري.
سیمینار کې ویناوالو ژورنالیزم د حقیقت، عدالت، پوهاوي او اصلاح مهمه وسیله وبلله او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ باید د خلکو د خیر او سالم فکر د خپرولو لپاره وکارول شي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۲۵
Background image

د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د میدان وردګو ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې د ګڼ شمېر سیمه يیزو ادارو مسؤلینو، خبریالانو او د کتاب او مطالعې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۱
Background image

نورستان کې د خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

یاده ناسته د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس مولوي سميع الحق حق بیان په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل، ګڼ شمېر خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ګډون کړی و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۸
Background image

(د اسلام په تاریخ کې د ژورنالیزم ارزښت) په نوم علمي سیمینار وړاندې شو

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ګڼ شمېر خبریالانو ته (د اسلام په تاریخ کې د ژورنالیزم ارزښت) په نوم یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS