د اسلامي کلتور د ژوندي ساتلو او د ځوانانو د ملاتړ لپاره به لا زیاتې هڅې وشي

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۲:۳۲
hyhuh

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان پنجشېر ولایت ته د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتوري، خپرنیزو چارو او د ځوانانو د فعالیتونو برخې د څېړلو په موخه سفر وکړ.
نوموړي د کلتوري فعالیتونو د پراختیا او هنري آثارو پر ارزښت ټینګار وکړ او ويې ویل: د دې ریاست لخوا باید د ځوانانو د ذهنيت جوړونې، د هغوی د تعلیمي زمینو د ملاتړ او د اسلامي کلتور د ژوندي ساتلو په برخه کې لا ډېرې هڅې وشي.
ښاغلي حسان د پخواني حکومت د مسؤليتونو په بشپړ ډول نه ترسره کولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ د پنجشېر اصیل کلتور د بیا ژوندي کولو، د ځوانانو د ملاتړ او کلتوري پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره باید اساسي اقدامات ترسره شي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده د مولوي حسان له مشورو او لارښوونو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ؛ چې د ځوانانو د ملاتړ او تعلیمي پروګرامونو وړاندې کولو لپاره ژمن دي.
نوموړي وویل: د وړیا ښوونيزو ټولګیو په جوړولو سره به هڅه وکړي، چې ځوانانو ته لا ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.

۱۴۴۶/۷/۲۶ ق
۱۴۰۳/۱۱/۸ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS