د اسلامي کلتور د ژوندي ساتلو او د ځوانانو د ملاتړ لپاره به لا زیاتې هڅې وشي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسانالله حسان پنجشېر ولایت ته د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتوري، خپرنیزو چارو او د ځوانانو د فعالیتونو برخې د څېړلو په موخه سفر وکړ.
نوموړي د کلتوري فعالیتونو د پراختیا او هنري آثارو پر ارزښت ټینګار وکړ او ويې ویل: د دې ریاست لخوا باید د ځوانانو د ذهنيت جوړونې، د هغوی د تعلیمي زمینو د ملاتړ او د اسلامي کلتور د ژوندي ساتلو په برخه کې لا ډېرې هڅې وشي.
ښاغلي حسان د پخواني حکومت د مسؤليتونو په بشپړ ډول نه ترسره کولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ د پنجشېر اصیل کلتور د بیا ژوندي کولو، د ځوانانو د ملاتړ او کلتوري پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره باید اساسي اقدامات ترسره شي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده د مولوي حسان له مشورو او لارښوونو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ؛ چې د ځوانانو د ملاتړ او تعلیمي پروګرامونو وړاندې کولو لپاره ژمن دي.
نوموړي وویل: د وړیا ښوونيزو ټولګیو په جوړولو سره به هڅه وکړي، چې ځوانانو ته لا ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
۱۴۴۶/۷/۲۶ ق
۱۴۰۳/۱۱/۸ ل
