د اسلامي نظام په استحکام کې د ځوانانو رول

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۲:۱
.....

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ښوونځیو او مدرسو د زده کوونکو ترمنځ (د اسلامي نظام په استحکام کې د ځوانانو رول) تر سرلیک لاندې د ویناوالۍ سیالي ترسره شوه.
په دې اړه د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل: ډېر د ویاړ ځای دی چې نن د ښوونځیو زده کوونکي او د مدرسو طالب العلمانو تر یو چتر لاندې د خپلو استعدادونو په واسطه د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو رول ترعنوان لاندې خپل ترتیب کړې مقالې او ویناوې له موږ سره شریکوي.
دغه راز ښاغلي صمیم زیاته کړه، د ځوانو زده کوونکو لپاره د نورو علمي پروګرامونو او برنامو ترڅنګ نږدې ورځو کې یوه بله د مقالې لیکولو ستره سیالي هم جوړوي.
ورته مهال دیني عالم مفتي وحیدالله وهاج د ځوان نسل لپاره د علمي او ښوونیزو پروګرامونو او سیالیو په برخو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې د ستایلو وړ وبللې او ترڅنګ یې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د ځوانانو د استعدادنو پر اړتیا هم رڼا واچوله، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې له لاسته راغلي فرصت څخه د خپلو وړتیاوو په لوړولو کې پوره ګټه پورته کړي.
دغه راز په دغه سیالۍ کې مرکز ته اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۳۰ تنه زده کوونکو په وار سره خپل ترتیب کړې مقالې او ویناوې شریکې کړې، چې په دغه لړ کې د خالد ابن ولید دارالحفاظ زده کوونکي قاري سیف الرحمن لومړۍ مقام، د دارالعلوم محمدي زده کوونکي محمد ذکریا دویم مقام، د نوي ځلاند خصوصي لېسې زده کوونکي جواد الله درېیم مقام خپل کړل.

۱۴۴۵/۴/۲۷ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۰ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS