د ازبکي ژبې او کلتور د لمانځنې په موخه د نقاشۍ، خطاطۍ هنرونو او محلي خوړو فرهنګي نندارتون جوړ شو
د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست او یو شمېر ځوانانو د ازبکي ژبې کلتور، تاریخ او ټولنیز مقام په موخه فرهنګي نندارتون جوړ کړ، چې پکې دیني علمای کرامو، استادانو، شاعرانو او فرهنګیانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار وویل: ازبکي ژبه نه یواځې د اړیکو وسیله ده، بلکې د افغانستان د ازبک قومونو د فرهنګي او تاریخي هویت مهمه برخه ده، اسلامي امارت د هېواد ټولو قومونو، ژبو او فرهنګونو ودې ته ژمن دی او د ودې او پرمختګ زمینه یې ورته برابره کړې ده.
د بلخ پوهنتون استاد پوهاند ډاکتر محمد صالح راسخ د علمي او تاریخي تحلیل پر بنسټ د ازبکي ژبې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: دا ژبه د سیمې له بډایه، ادبي او ریښې لروونکو ژبو څخه ده، ازبکي ژبې د تاریخ په اوږدو کې په ادب، عرفان، سیاست او علم کې فعاله ونډه لرلې او د علي شیر نوايي په څیر نومیالي شخصیتونه د دې ژبې له مفاخرو څخه ګڼل کېږي.
همدارنګه یو شمېر شاعرانو او ځوانانو خپل نظمونه په ازبکي ژبه ولوستل او د یاد پروګرام جوړولو څخه یې موخه د ازبکي ژبې ژوندي ساتل او د دغې ژبې زده کولو ته د ځوان نسل هڅول ياد کړل، هغوی دا ډول پروګرامونه د افغانانو ترمنځ د یووالي په پیاوړتیا کې اغیزمن وبلل.
د یادونې وړ ده، په دې پروګرام کې ځانګړی فرهنګي نندارتون هم جوړ شوی و، چې پکې د نقاشۍ ، خطاطۍ هنرونه او بېلابېل محلي خواړه نندارې ته وړاندې شول.
۱۴۴۷/۵/۱۰ هـ ق
