د ازبکي  ژبې او کلتور د لمانځنې په موخه د نقاشۍ، خطاطۍ هنرونو او محلي خوړو فرهنګي نندارتون جوړ شو

wasim_admin
سبت, نوفمبر 01 2025 2:50 مساء
....

د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست او یو شمېر ځوانانو د ازبکي ژبې کلتور، تاریخ او ټولنیز مقام په موخه فرهنګي نندارتون جوړ کړ، چې پکې دیني علمای کرامو، استادانو، شاعرانو او فرهنګیانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار وویل: ازبکي ژبه نه یواځې د اړیکو وسیله ده، بلکې د افغانستان د ازبک قومونو د فرهنګي او تاریخي هویت مهمه برخه ده، اسلامي امارت د هېواد ټولو قومونو، ژبو او فرهنګونو ودې ته ژمن دی او د ودې او پرمختګ زمینه یې ورته برابره کړې ده.
د بلخ پوهنتون استاد پوهاند ډاکتر محمد صالح راسخ د علمي او تاریخي تحلیل پر بنسټ د ازبکي ژبې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: دا ژبه د سیمې له بډایه، ادبي او ریښې‌ لروونکو ژبو څخه ده، ازبکي ژبې د تاریخ په اوږدو کې په ادب، عرفان، سیاست او علم کې فعاله ونډه لرلې او د علي شیر نوايي په څیر نومیالي شخصیتونه د دې ژبې له مفاخرو څخه ګڼل کېږي.
همدارنګه یو شمېر شاعرانو او ځوانانو خپل نظمونه په ازبکي ژبه ولوستل او د یاد پروګرام جوړولو څخه یې موخه د ازبکي ژبې ژوندي ساتل او د دغې ژبې زده کولو ته د ځوان نسل هڅول ياد کړل، هغوی دا ډول پروګرامونه د افغانانو ترمنځ د یووالي په پیاوړتیا کې اغیزمن وبلل.
د یادونې وړ ده، په دې پروګرام کې ځانګړی فرهنګي نندارتون هم جوړ شوی و، چې پکې د نقاشۍ ، خطاطۍ هنرونه او بېلابېل محلي خواړه نندارې ته وړاندې شول.

۱۴۴۷/۵/۱۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

اثنين, أكتوبر 12 2026 3:32 مساء
Background image

إقامة جلسة لاستعراض كتاب «شهداء ليلة القدر»

أقامت رئاسة المكتبات العامة التابعة لمعاونية الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة جلسةً لاستعراض كتاب «شهداء ليلة القدر»، من تأليف القاري شمشاد حذيفة بريا، وذلك في قاعة المكتبات. . .

اثنين, أكتوبر 12 2026 2:43 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب بوزارة الإعلام والثقافة

 يوم الاثنين (٢٩ ربيع الآخر ١٤٤٨هـ)، عقدت لجنة تقييم الكتب بوزارة الإعلام والثقافة، اجتماعها الدوري بحضور أعضاء اللجنة.
واتخذ الاجتماع القرارات اللازمة بشأن عدد من الكتب، حيث مُنحت. . .

اثنين, أكتوبر 12 2026 12:04 مساء
Background image

وفد ثقافي أوزبكي يزور المعالم التاريخية في مديرية أندخوي بولاية فارياب

زار وفد ثقافي من جمهورية أوزبكستان عدداً من المعالم التاريخية في مديرية أندخوي بولاية فارياب، في إطار تعزيز العلاقات الثقافية بين البلدين والاطلاع على الموروث التاريخي والحضاري للمنطقة.. . .

BACK TO NEWS