د آمو کلتوري او ادبي ټولنې غړو د تخار د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وليدل

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۵:۱۴
....

نن سه شنبه (۷ د جمادي‌الثاني ۱۴۴۵) تخار ولايت کې د آمو ادبي او کلتوري ټولنې غړو د اطلاعاتو او کلتور له رئيس ذبيح الله انصاري سره په دې ولايت کې د آمو ادبي او کلتوري ټولنې د فعاليتونو او هڅو  په اړه ناسته ترسره کړه.
د ټولنې غړو د خپلو ترسره کړيو فعاليتونو او ادبي خپرونو په اړه معلومات ورکړل او تخار ولايت کې يې د ادبي او کلتوري پروګرامونو او مشاعرو د ترسره کولو لپاره د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ذبيح الله انصاري په ټولنه کې د شعر او شاعر په ارزښت خبرې وکړې او شاعر يې د يوه هېواد پانګه او د کلتور ژبه وباله، نوموړي د آمو ادبي او کلتوري ټولنې غړو ته د ادبي او کلتوري پروګرامونو د ترسره کولو په اړه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS