د‌ پروان ځایي موزیم په معیاري وسایلو سمبال شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۷
888

پنجشنبه ( ۵ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځایي موزیم چې شاؤخوا ۱۵۰ قلمه لرغوني آثار‌ لري په معیاري ویترینونو سمبال شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الرحمن صدیقي وایي: د پروان ځایي موزیم په کال ۱۳۹۲ هجري لمریز کې جوړ شوی، چې د آثارو لرغونتیا یې د اسلامي دورې څخه رانیولې تر ۲۰۰۰ کاله پورې رسېږي، د‌ نوموړي په وینا؛ په پروان ولايت کې يې د تاريخي آثارو د خوندي ساتلو په موخه دا اقدام ترسره کړی دی، تر څو د شته تاريخي آثارو څخه په سمه توګه ساتنه وشي.
ښاغلی صدیقي وایي چې د اسلامي امارت په راتګ  سره لرغوني آثارو او سیمو ته ځانګړی پام شوی دی او هڅه کوو ترڅو د لیدونکو جذب او د موزیم د لا سمبالتیا په موخه نور ګامونه هم پورته کړو.
د موزیم مدیر عبدالصبور صافی وایي: له دې وړاندې د یاد ځایي موزیم ځیني آثار د معیاري ویترینونو د نشتون له امله د ویجاړېدو له خطر سره مخ وو، چې د ویترینونو سره به خوندي شي، د یاد موزیم آثار چې بېلابېلو تاريخي دورو پورې اړه لري، یادو ویترینونو کې به د ساتنې او نندارې په موخه ځای پر ځای شي.

۱۴۰۳/۴/۲۱ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۱۱ میلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS