د۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۶
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د ښوونځیو او مدرسو ۱۰۰۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ سیالي ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.

د غونډې ویناوالو د اسلامي امارت د مشرتابه د فرامینو، په ځانګړي ډول د ۱۷مې ګڼې فرمان چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی، د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي ته یو ځیرک موبایل او درېیم مقام ګټونکي ته یو عراده بایسکل ډالۍ ورکړل شول.
۱۴۴۷/۱۲/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه تعقیبي ارزونه او څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۴۹
Background image

نیمروز کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وړیا ښوونیز مرکز په اتلسمه دوره کې ۶۵ تنو زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو زده کړو په برخه کې د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه. 
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳۷
Background image

د سیاسي چارو له شنونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د سیاسي چارو له شنونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دغې غونډه کې د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د. . .

BACK TO NEWS