دایکندي کې سلګونو تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌ کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۲:۴۲
..

د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د روان ژمي موسم په لړ کې د ولایت په کچه ۶۸۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده ‌کړو زمینه برابره کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د ځوانانو لپاره د علم زده کړه مهمه وبلله او زیاته یې کړه؛ ریاست د خپلو ښوونیزو پروګرامونو د لړۍ په دوام، په ژمي کې شاوخوا ۶۸۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌ کړو زمینه د دې ریاست په وړیا ښوونیز مرکز او همدارنګه د دایکندي د ولسوالیو په کچه له ښوونیزو مرکزونو سره د هوکړه لیکونو له لارې برابره کړې ده.
مسؤلینو زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل هڅه کوي، تر څو په دایکندي ولایت کې د ځوانانو ملاتړ وکړي.

۱۴۴۷/۸/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS