دایکندي کې د مطالعې دود عامولو په موخه د کتابتونونو له مسؤلینو سره ناسته وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۳:۵۶
...

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري خالد احمد فضلي په مشرۍ د مطالعې دود عامولو په موخه د کتابتونونو له مسؤلینو سره ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري خالد احمد فضلي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د ټولنې په ځانګړې توګه د ځوانانو د علمي ظرفیتونو د ودې په موخه د کتابتونونو مسؤلینو رول خورا مهم دی او کولای شي، چې په ټولنه کې د مطالعې دود عام کړي.
ښاغلي فضلي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو ته د کمپیوټر او انګلیسي ژبې وړیا ښوونیز مرکز جوړ کړی دی او په پام کې لري، چې په دې ولایت کې د کتاب لوستنې ازموینې هم جوړې کړي، چې په دې برخه کې د کتابتونونو مسؤلینو رول خورا مهم او اغیزمن دی، د اطلاعاتو او کلتور رئیس ځوانان د ټولنې د ملا تیر وبلل او د دوی له ملاتړ څخه يې پوره ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۷/۶/۹ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS