داطلاعاتو او کلتور رئیس د یوشمېر ویاندویانو سره وکتل
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد د ولایت مقام ویاند مولوي محمدقاسم ریاض،دامنیه قوماندانۍ ویاند ملاعزت الله حقاني او د استخباراتو ریاست ویاند مولوي حبیب الله محب الرسول سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کي د رسنیو سره پر ښه تعامل، د مطبوعاتي چارو ښه تنظیمولو، خپلمنځې همغږۍ،عامه اړیکو او یو لړ نورو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې چي د یادو چارو د ښه ترسره کولو په موخه لازم پلانونه جوړ او تصامیم ونیول شول.
۱۴۴۵/۷/۱ هــ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۳ ھ ش
