داطلاعاتو او کلتور رئیس د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له مسؤلینو سره وکتل
تېره ورځ د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج حافظ عبدالباري راشد د دې ریاست د غونډو په تالار کي د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له عمومي رئیس عبدالقدیم ویاړ،د جنوب غرب حوزې مسؤل احمد لودین او ورسره پلاوي سره وکتل.
د یادي کمیټې عمومي رئیس عبدالقدیم ویاړ د هلمند ولايت د د خبريالانو او رسنيو ستونزې د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره شريکې کړې او د ستونزې د حل لپاره يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د خبريالانو د خونديتوب کمیټې د قضایاوو د څیړنې مسوول جمیل وقار د يادې کمیټې سره د اطلاعاتو او کلتور ریاست همکاري وستایله، نوموړي وويل د ستونزو د حل په برخه کې د محلي ادارې رول کلیدي دی او باید پاملرنه وکړي.
د هلمند د اطلاعات او کلتور رئیس الحاج حافظ عبدالباري راشد وویل: د خبریالانو سره د خپل مسوولیت له مخې د اصولو او مقرراتو په رڼا کي همکارۍ ته دوام ورکوي.
د ناستې په وروستیو کې دواړو لوریو یو بل سره د رسنیو د ودي لپاره د هڅو کولو ژمني وکړې.
۱۴۴۵/۵/۲۴ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۷ هـ ش
