حسينې ساپۍ په ټولنه کې د هنر او هنرمندانو رول ارزښتناک وباله

moic_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۱:۱۱
حسینه صافی نقش هنر و هنرمندان را درجامعه ارزشمند دانست

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن په ملي هنرستان کې د هنري اثارو نندارتون پرانيست.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې، دغه  نندارتون د ملي هنرستان رياست له لوري د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په  مناسبت جوړ شوى  دى چې په کې د انځورګرۍ، ، خطاطۍ، ميناتورۍ، خياطۍ، کارتون د ماشومان د هنر(لاسي کار)          د کمپيوټر ډيزاين او اوبدلو هنري اثار شامل دي.
د نندارتون د پرانېستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ خبرې وکړې او لومړى يې د تېرې شپې د پېښې د قربانيانو له  کورنيو سره  چې د کابل ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې رامنځته شوې د خپلې  ډاډګېرنې او غمشريکۍ مراتب څرګند کړل.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل، چې د اوسنيو ستونزو او ناخوالو په زغملوسره  سره  بيا هم موږ نه نا هيلې کېږو خپلو خلکو اوهېواد ته هيله من يو او زيار باسو څو په ناڅيزو امکاناتو سره  د هېواد د پرمختګ، پراختيا او آبادى په لور پرمخ ولاړ شو.
حسينې ساپۍ په ټولنه کې د هنر او هنرمندانو رول ارزښتناک وباله  او څرګنده يې کړه   چې هنرمندان او ځوانان د فکر، هنر او قلم خاوندان دي او په خپلو همدغو وسايلو سره مبارزه کوي  او په  هغې ژمنې  سره چې د خلکو او هېواد په وړاندې يې لري خپل احساس انځوري.
د ملي هنرستان رييس محمدهاشم شارق هم په خبرو کې د پروګرام په ا ړوند معلومات ورکړل او ويې ويل،  د دې ترڅنګ چې د ملي هنرستان رياست دغلام محمد ميمنه ګي د زده کړييز مرکز د امريت د زده کوونکو د نقاشۍ، خطاطۍ، ميناتورۍ، کارتون، د ماشومانو هنر(لاسي کار) د کمپيوټرډيزاين او اوبدلو اثار نندارې ته وړاندې شوي  دي ، ٣٠ تنه ځوان انځورګران د غلام محمد ميمنه ګي د هنري زده کړييز مرکز د زده کوونکو په ګډون د انځورګرۍ په سيالۍ لاس پورې  کوي او په عملي  او ژوندۍ بڼه د خپلواکۍ او آزادۍ  په اړوند خپل احساس انځوروي.
شارق وويل، چې د سيالۍ په پايله کې، د حکم هيئت له  څېړنې وروسته به درېيو غوره انځورګرانو ته نغدې جايزې ورکړاى شي.
دغه راز د غلام محمد ميمنه ګي د هنري زده کړييز مرکز يوې زده کوونکې مريم مهرزاد  د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  او د ملي هنرستان له  مشرتابه  څخه په دې خاطر چې د هغوى لپاره يې د هنرونو د زده کړې زمينه برابره کړې ده ، مننه وکړه.
د مراسمو په پاى کې  په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمدرسول باوري، د دغه  وزارت سلاکاران، رييسان او يو شمېرميلمانه هم حاضر وو، حسينې ساپۍ د هنري اثارو  نندارتون پرانېست او ګډون والوهغه وکوت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS