حسينه ساپۍ: ځوانان بايد خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر له خپلې ځواکمنۍ او وړتيا څخه ګټه واخلي

moic_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۳:۳
حسينه ساپۍ: ځوانان بايد خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر له خپلې ځواکمنۍ او وړتيا څخه ګټه واخلي

د ځوانانو نړيواله ورځ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو  چارو معينيت له لوري  د(زده کړې د لېږدونې )په شعار سره په کابل کې ونمانځل شوه.
د باختراژاژنس د خبريال د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د يوشمېر جګپوړو دولتي مسوولينو، ګڼ شمېر ځوانانو او د بهرنيو ميلمنو  په شتون  جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د ځوانانو د نړيوالې ورځې له امله د هېواد  ټولو ځوانانو ته مبارکي وويله او د ټولنې په بېلابېلو چارو په تېره بيا د سولې د تامينولو او د هېواد د ترقۍ او پرمختګ په لاره کې يې د ځوانانو رول مهم وباله او ويې ويل: هره ورځ  د هغو ځوانانو ورځ ده  چې د موخې لرونکي دي.
  حسينې ساپۍ  زياته کړه،  چې ځوانان بايد  خپلو موخو ته  د رسېدو په خاطر له خپلې ځواکمنۍ او وړتيا څخه ګته واخلي،  په نورو متکي ونه اوسي او خپله رهبري  په خپله په لاس کې واخلي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل، چې له شته ستونزو او ناخوالو سره سره، اوس هم د هېواد ځوانان  لوړه روحيه او مورال لري او په دې پروګرام او د هېواد د خپلواکى د سلمې کاليزې په وياړپه نورو بېلابېلو پروګرامونو کې د هغوى  کارنده شتون د هغوى  د لوړې روحيې  څرګندوى دي.
هغې ټينګار وکړ،  چې ځوانان  ښه سمون او همغږۍ ته  اړتيا لري.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين  محمد اجمل شاهپور  خبرې وکړې او د ځوانانو د نړيوالې ورځې له امله يې د هېواد ټولو ځوانانو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې موږ  په داسې حال کې  د ځوانانو  نړيواله ورځ  نمانځو  چې تر اوسه پورې د هېواد ځوانان پرمختللې او سوکاله ټولنې ته  د رسېدو اوږده لاره  په  مخ کې لري .
هغه زياته کړه، چې د ځوانانو نړيواله ورځ کال په کال په مشخصو او څرګندو پيغامونوسره په نړۍ کې نمانځل کېږي او سږ کال  به دغه ورځ د( زده کړې  د لېږدونې) په پيغام سره په ټوله نړۍ کې ونمانځل شي.
د ځوانانو چارو معين زياته کړه،  سره له دې چې له يوې خوا  د ځوانانو لپاره  يولړ فرصتونه  برابر دي، خو له بلې خوا  د ټولنې دغه ستر قشر د افراطيت او د افراطيت د تفکر، زده کړې ته  د ټول شمول د نه لاسرسي، بې وزلۍ او وزګارتيا  او په نشه يي توکو د روږديتوب د ګواښ په شان د ګواښونو ښکار هم  دي.
اجمل شاهپور په دې ترڅ کې چې د ځوانانو يو لړ ستونزې يې په ګوټه کړې  په دغه بنسټ کې د خپلو درېيو مياشتنيو کړنو په اړوند معلومات ورکړل او دغه راز د هېواد  د ځوانانو د حالت د ښه والي  په خاطر يې د ځوانانو چارو معينيت وړانديزونه او طرحې  وړاندې کړې.
  وروسته  د پوهنې وزارت معين  ډاکټر محمدابراهيم شينواري په خبرو کې وويل،  چې د هېواد زيات شمېر وګړي  ځوانان دي او دې ته اړتيا احساس کېږي  چې ځوانان نوې زده کړې  ترلاسه کړي.
هغه  د اسلام د مبين دين  له پلوه  دعلم د رول په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل  چې د اسلام په مقدس دين کې  د علم او پوهې په زده کړه  ټينګار شوى دى، خو له بده مرغه د هېواد ګڼ شمېر ځوانان له زده کړې څخه بې برخې دي.
  هغه وويل چې بايد ځوانان د خپلې پوهې د کچې د لوړولو په برخه کې  هڅه او هاند وکړي .
  دغه راز  په دې غونډه کې ګل خرسند،  فرح مصطفوي او حميد الله  د ځوانانو په استازيتوب  خبرې وکړې  او د ځوانانو د لارې پرسر د پرتو ستونزو اوخنډونو په باره کې يې  معلومات ورکړل.
هغوى  بې وزلي  او وزګارتيا  د ځوانانو مهمې ستونزې وبللې او څرګنده يې کړه  چې په هره ټولنه کې ځوانان  ټاکوونکى  اوبنسټيز رول لري.
هغوى د ټولنې په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د ونډې ورکولو ، زده کړې او د کار د فرصتونو د برابرولو په لاره کې د دولت او د مسوولو بنسټونو د پاملرنې او ملاتړ  غوښتنه وکړه .
په دې غونډه کې دغه راز د جمهوري رياست د چارو د ادارې لوى رييس  سيد وحيد قتالي د ځوانانو د نړيوالې ورځې له امله د هېواد ځوانانو ته مبارکي وويله او په ټولنه کې يې د ځوانانو رول  ارزښتناک وباله .
هغه ټينګاروکړ چې بايد په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د کار فرصت ورکړى شي او د هغوى  له استعدادونو او ځواکمنۍ څخه د هېواد د پرمختګ  او ترقۍ په لاره کې  ګټه واخيستل شي .
  دغونډې په پاى کې د مودلينګ همدلي د ډلې په واسطه د جامو نمايش او د افغان  پارسا د څارندوى د ډلې  په واسطه  ترانه اجرا شوه .

تازه خبرونه

جمعه ۱۳۹۸/۶/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د ببرک ارغند د مړینې له امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

د ببرک ارغند د مړینې له امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ډېرې خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان یو نامتو لیکوال اوفرهنګي شخصیت ببرک ارغند له دې فاني. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۳:۲۱
Background image

محمد اجمل شاهپور: د خپلواکۍ ځوان سفيران په ټولنه کې د سولې رښتيني ممثلان دي

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور نن د خپلواکۍ  له يوشمېرځوانو سفيرانو سره په کابل کې وکتل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې د خپلواکۍ ځوان. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

حسينې ساپۍ په ټولنه کې د هنر او هنرمندانو رول ارزښتناک وباله

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن په ملي هنرستان کې د هنري اثارو نندارتون پرانيست.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې، دغه  نندارتون د ملي هنرستان رياست له لوري د هېواد د. . .

BACK TO NEWS