حسينه ساپۍ: د واټونو په نومولوکې بايد د تاريخي نومونو ساتنې ته پاملرنه وشي

moic_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۰:۱۸
Historical Names Should Be Preserved in Naming Roads, Minister Safi

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د واټونو د نومولوکمېسيون ناسته وشوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په ناسته کې د کمېسيون غړيو د واټونو د نومولو  پنځه مورده چې د هېواد له مرکز او ولايتونو څخه يوشمېر دولتي او خصوصي  بنسټونو کمېسيون ته استولي وو، وڅېړل.
دغه راز دوى د دغو مواردو په اړوند د کمېسيون د اصولو او صلاحيتونو له مخې  خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل او لازمې پرېکړې يې وکړې.
په همدې ترتيب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې، د کابل ښار د پنځمې، شپږمې، شپاړسمې او اوولسمې ناحيې د واټونو د نومولو د ليست په اړوند چې کابل ښاروالۍ د منظورۍ په موخه د واټونو د نومولو کمېسيون ته استولى دى؛ د کمېسيون غړيو ته دنده وسپارله چې دغه ليست په دقيق ډول مطالعه کړي او په راتلوونکې ناسته کې خپل معلومات وړاندې کړي.
حسينې ساپۍ دغه راز ټينګار وکړ چې د واټونو په نومولوکې بايد د تاريخي نومونو ساتنې ته پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د ګرځندوۍ، مالي او اداري معینیت پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوۍ، مالي او اداري معینیت یوه پلاوي بغلان ولایت ته د سفر پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس مولوي اسدالله هاشمي سره د ریاست پر چارو او د تاریخي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ځوانان له مسلکي او حرفوي زده کړو فارغ شول

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او وای‌ اېچ‌ ډي‌ موسسې په ګډې همکارۍ ۱۰۵ تنه ځوانان د مسلکي او حرفوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ او د حرفو اړوند کاري وسایل هم ورته ووېشل شول.
د فراغت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د. . .

BACK TO NEWS