حسينه ساپۍ: د رسنيو له آزادۍ څخه د ملاتړ په نړيوال ائتلاف کې غړيتوب، د بيان له آزادۍ څخه د افغانستان د حکومت د ملاتړ څرګندوى دى

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۹:۲۹
حسينه ساپۍ: د رسنيو له آزادۍ څخه د ملاتړ په نړيوال ائتلاف کې غړيتوب، د بيان له آزادۍ څخه د افغانستان د حکومت د ملاتړ څرګندوى دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د امريکا له آشنا غږ سره په مرکه کې د خبريالانو پر خلاف د تاوتريخوالي د موضوعګانو، د ښځينه خبريالانو د ستونزو، د بيان آزادۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون او د هغه د تطبيق په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي په اړه وويل چې په ٢٠١٩کال کې د خبريالانو پرخلاف  تاوتريخوالي بيخي کمښت موندلى دى او هم هغه قضيې چې رامنځته شوې وې، په جديت سره د حکومت له لوري تعقيبې شوې دي.
په ٢٠١٩ کال کې په ټوليزه توګه د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي ١٠٥ قضيې  څېړلې شوې دي چې زياترو قضيو ته رسيدګي شوې ده.
دغه راز د " نى" بنسټ هم اعلام وکړ چې په ٢٠١٩ کال کې په دغه بنسټ کې د تاوتريخوالي ١١٥ قضيې ثبتې شوې دي چې د تېرکال په پرتله  ٤٢ سلنه کمښت ښيي.
حسينې ساپۍ د ښځينه خبريالانو د ستونزو په اړه زياته کړه چې اوس د رسنيو څه د پاسه ١٦٠٠ ژورناليستان او کارکوونکي ښځې دي چې له نېکه مرغه څه دپاسه ٧٠٠ يې مسلکي خبريالانې دي چې دغه شمېر له هيلو ډک دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بيان آزادۍ ملاتړ کوي او د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې او د خونديتوب کمېټې په ګډون بنسټونه هم په دې برخه کې کار کوي.
دغه راز اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نافذ دى او د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ مسوده  برابره شوې ده.
کابل / دسلواغې ٩مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS