جوزجان کې ۱۵ لرغونې سيمې وپېژندل شوې
تېره ورځ د لرغون پېژندنې ریاست د مسلکي پلاوي د څېړنو پر مهال جوزجان ولایت کې ۱۵ لرغونې سيمې وپېژندل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سیف الدین معتصم وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پيژندنې رياست مسلکي پلاوي د څو ورځنيو څېړنو په تر څ کې په فیض آباد، خواجه دوکوه ولسواليو او شبرغان ښار کې ۱۵ لرغونې سیمې وپېژندل شوې، چې تر څنګ يې له يادو سيمو څخه ۸ قلمه تاريخي آثار چې خټين لوښي، مهرې او یوه سکه پکې شاملې دي او لرغونتوب یې له دوهمې تر ديارلسمې ميلادي پيړۍ پورې رسيږي، هم ترلاسه شول.
د معلوماتو له مخې په جوزجان ولایت کې تر دې مهاله ۴۳ تاريخي سيمې ثبت وې، چې له دې ۱۵ نوې پېژندل شويو سيمو په ثبت کولو سره به ئې شمېر ۵۸ ته ورسېږي.
۱۴۴۵/۶/۳۰ ھ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۲ ھ ش
