جلال آباد کې د ماشومانو کتابتون ته د حرفوي زده کړو اړوند لوازم وسپارل شول

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۲:۲۹
fff

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې د ماشومانو کتابتون ته د شانتي ادارې لخوا د حرفوي زده کړو لپاره اړین لوازم ورکړل شول. 
دې وسایلو کې د جامو ګنډلو ماشینونه، رختونه او نورو اړوند لوازم شامل دي، چې د شانتي ادارې د مسوولینو په وینا؛ د ماشومانو د حرفوي مهارتونو په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.
په ورته مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري احسان الله ساجد د دغې همکارۍ له امله یادې ادارې څخه مننه وکړه او دا لوازم يې د ماشومانو راتلونکي لپاره ګتور وبلل.
د نوموړي په وینا؛ د حرفوي زده کړو پر مټ به ماشومانو ته نوې فرصتونه برابر شي او دوی به په دې برخه کې نوي مهارتونه ترلاسه کړي، چې راتلونکی به یې ورسره روښانه وي.
د يادونې وړ ده، چې شانتي اداره د هېواد په مختلفو سیمو کې د ماشومانو د تعلیمي پرمختګ او ټولنیزو مرستو په برخه کې فعالیت کوي.

۱۴۴۶/۵/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۸:۲
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون اوونیزه غونډه وشوه

دوشنبه( ۵ د رجب ۱۴۴۶) اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه وشوه. 

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزير د روسیې فدراتيف د چيچن جمهوریت پلاوي سره وکتل

(دوشنبه، 5 رجب المرجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه د روسیې فدارتیف پلاوي سره چې مشري یې د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ رئیس ښاغلي جمبولات عمروف او د روسیې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۱:۱۰
Background image

افغانستان د روسیې او سیمې سره د کلتوري اړیکو د لا ټینګښت ملاتړ کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د روسیې فدراتیف د چچن جمهوریت له پلاوي سره چې، د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ مشر ښاغلي جمبولات عمروف او د روسیې. . .

BACK TO NEWS