تګاب کې ځوانانو ته وړیا ښوونیز مرکز پرانېستل شو
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو امریت له لوري ۱۰۰ تنو ځوانانو ته په تګاب ولسوالۍ کې د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو زده کړې درې میاشتنی وړیا ښوونیز مرکز د کلتور ښوونیز مرکز په نامه پرانېستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق د شرعي علومو ترڅنګ عصري علوم هم د ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه وبلل او له زده کوونکو څخه یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او د عصري علومو په زده کړې سره د هېواد په پرمختګ کې برخوال شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د ځوانانو چارو آمریت له لوري د یادې ولسوالۍ ځوانانو ته شپږ میاشتنی د انګلیسي ژبې او کمپیوټر وړیا ښوونیز مرکز جوړ شوی و.
۱۴۴۷/۶/۲۷ هـ ق
