تخار کې د سیرت النبي ﷺ سيالۍ پایلې اعلان شوې

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۹:۱۴
liko

د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمریت د دې ولايت د پوهنتون رياست او پوهنې رياست سره په همغږۍ له ۳۵۰۰ تنو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموينه اخستې وه، چې پايلې يې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او غوره ګډونوال يې په ډاليو ونازول شول.
د ځوانانو چارو آمر مولوي عین الدين مطمئن د يادې سيالۍ موخه د رسول اکرم ﷺ له سیرت څخه د ځوانانو خبرول او د مطالعې دود پراختیا ورکول ياد کړل او ويې ويل: د هرې مسلمانې ټولنې ځوانان مکلف دي چې د رسول اکرم ﷺ له سیرت او صورت څخه ځان خبر کړي.
د يادونې وړ ده، چې د لومړي مقام څخه تر پنځم مقام ګټونکو ته په نوبت سره کمپيوټر، موبایل، ساعت او کوچني مبايلونه او تر څلويښتم مقام ګټونکو ته د سیرت النبي ﷺ او فکري جګړې کتابونه ډالۍ شول.

۱۴۴۶/۴/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۳ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS