تخار کې د خبریال ملي ورځ ولمانځل شوه
د تخار ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست د دولتي او محلي خبریالانو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو او د رسنیو د استازو په حضور کې د خبریال ملي ورځ ولمانځله.
د تخار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیحالله انصاري په یادو مراسمو کې وویل: خبریالي یوه مقدسه دنده ده، خبریالان باید شخصي تمایلات پرېږدي او د اسلامي امارت د پالیسیو له مخې خپرونې وکړي او خلک د اسلام له احکامو خبر کړي.
همدا راز خبریالانو په خپلو خبرو کې وویل: موږ تل د ولس په چوپړ کې یو او پرته له کوم خنډ څخه خپلې دندې ته دوام ورکوو.
دوی د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د خبریال ملي ورځې د لمانځلو له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې کره او بې طرفه اطلاع رسونې ته ژمن پاتې کېږي.
۱۴۴۶/۹/۱۷ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۷ ل
