بهرنیو سیلانیانو پنجشير ته په راتګ خوښي ښودلي
پنجشیر ولایت ته په سیاحتي سفر د پولنډي سیلانیانو يوه ډله راغلې وه.
د یادو سیلانیانو سره د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس په خپل کاري دفتر کې وکتل او د دغه ولایت د سياحتي ځايونو، طبيعي جاذبو او تاريخي سیمو په اړه یې معلومات ور کړل.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نصرالله ملک زاده له دغو سيلانيانو سره په ليدنه کې وويل: چې دغه ډول سفرونه کولاى شي دهېوادونو ترمنځ د کلتورونو په نږدېوالي او د اړيکو په ټينګښت کې ښه رول ولوبوي.
د ښاغلی ملک زاده په خبره، د افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو راهیسې پنجشیر ولایت هره ورځ د ګڼو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وي.
دغه راز پولنډي سيلانيانو د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور له رئیس څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ويل: په خپل ډله ييز سفر کې به د دغه ولايت له ټولو ښکلو، طبيعي ځايونو او تاريخي آبداتو څخه ليدنه وکړي.
۱۴۴۵/۴/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۲۵ هـ ش
