بهارک ولسوالۍ کې د کتاب نندارتون او د سیب رخش په نوم مشاعره جوړه شوه 

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۱:۳۱
...

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري بهارک ولسوالۍ کې د محلي فرهنګ درناوي او پیاوړتیا او د ادیبانو او فرهنګیانو ترمنځ د یووالي او همدردۍ د فضا رامنځته کولو په موخه د کتاب يو ورځنی نندارتون او د سیب رخش په نوم مشاعره د یاد ریاست د مسؤلینو، لسګونه تنو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالانو په حضور کې ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجینر ذبیح الله امیري د شاعرانو او فرهنګيانو په شانداره ګډون د خوښۍ ښودلو تر څنګ وویل: د اطلاعاتو او کتلور وزارت هر کال د هېواد په ګوټ ګوټ کې بېلابیل فرهنګي پروګرامونه او مشاعرې د بومي کلتور د ساتنې او د ادیبانو د راټولولو په موخه ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړه؛ د دغو پروګرامونو جوړول نه یوازې د یووالي او د شاعرانو او لیکوالانو ترمنځ د همدردۍ فضا رامنځته کولو لامل کیږي، بلکي دا زموږ د هېواد د فرهنګي هویت د ژوندي ساتلو په لور یو ګام دی.
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست او يوه خصوصي کتاب پلورنځي له لوري د کتاب یو ورځنی نندارتون د مطالعې دود د غښتلي کولو په موخه جوړ کړ.
په دې نندارتون کې سلګونه ټوکه بېلابیل دیني، فرهنګي، ټولنیز، ادبي او اقتصادي کتابونه چې د بدخشان ولایت د لیکوالانو آثار دي، د یوې ورځي په موخه نندارې ته ایښودل شوي وو.

۱۴۴۷/۲/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS