بلخ کې له مطالعې سره د ځوانانو ليوالتیا ډېره شوې ده

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۴۷
....

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: سره له دې چې د مجازي نړۍ او ټولنيزو رسنيو کارول د ځوانانو ترمنځ ورځ تر بلې پراخېږي، خو د بلخ ولایت ځوانانو بیا د مطالعې پر لور ډېره لیوالتیا پيدا کړې ده، هره ورځ ګڼ شمېر ځوانان د مزارشریف ښار د مولانا خسته عامه کتابتون ته چې شاوخوا پنځلس زره بېلابېل کتابونه پکښې موجود دي، مراجعه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار وایي: د ځوانانو ترمنځ د مطالعې لیوالتیا د يوه هېواد د روښانه فرهنګي او علمي راتلونکي نښه ده، په مولانا خسته عامه کتابتون کې دا مهال ډيری علمي منابع شته، خو د لوستونکو ټولو ستونزو ته ځواب نشي ويلای، نوموړي ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي، د فرهنګي بنسټونو او مرسته کوونکو ادارو په ملاتړ دې ولايت کې عامه کتابتونونو ته نوره هم وده او پراختیا ورکړي، تر څو دې برخه کې اوسنۍ ستونزې ختمې شي او د مطالعې کلتور نور هم پراخه شي.
د یادونې وړ ده، چې بلخ ولايت کې د عامه کتابتونونو تر څنګ خصوصي کتابتونو ته هم هره ورځ زرګونه ځوانان د مطالعې په موخه ورځي، چې تر پخوا يې شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

۱۴۴۷/۱/۱۱ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

فراه کې د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

فراه کې د نهاوند علمي او فکري ادارې له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم ګڼ شمېر خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

بغلان کې (د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د مسؤولیتونو) په اړه علمي سیمینار ترسره شو

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا په شتون کې د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

BACK TO NEWS