بلخ کې له سلګونه زده کوونکو ازموينه واخستل شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۶:۴
1212

دوشنبه ( ۱۶ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د پوهنې رياست په همکارۍ په شولګرې ولسوالۍ کې له سلګونو زده‌کوونکو څخه ازموينه واخستل شوه.
 د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د شولګرې ولسوالۍ د پنځو لېسو څخه د شاوخوا ۱۲۰۰ زده‌کوونکو په ګډون، په حق المبین کتاب کې چې مخکې له مخکې پر یادو زده کوونکو وېشل شوي وو، آزموینه واخیستل شوه.
ازموینه د شولګرې ولسوالۍ په قدیم عالي لېسه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر سلطان محمد توخي او د یادو لېسو د آمرینو په حضور کې په نظم او ترتیب سره واخیستل شوه.
یاده ازموینه د خوارجو د پېژندلو او د زده کوونکو دیني معلوماتو زیاتولو لپاره ترتیب شوې وه.
د یادونې وړ ده چې د یادې سیالۍ بریالیو زده کوونکو ته به ځانګړې ډالۍ ورکول کېږي.

۱۴۰۳/۵/۲ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۳ میلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS