بغلان کې ځوانانو ته علمي او فکري سمينار ترسره شو
د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت د پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالۍ زده کړيالانو، زده کوونکو او ځوانانو ته علمي او فکري سمينار ترسره کړ.
د ځوانانو چارو آمر حافظ عبدالرحمن محمدي وويل: ياد سمينار کې شاوخوا ۴۰۰ تنو ګډون کړی وو، چې د سمينار له ترسره کولو يې موخه د ځوانانو فکري وده او په ټولنه کې د دوی مؤثريت او همږي رامنځته کول وو.
نوموړي زياته کړه؛ د ځوانانو د علمي او فکري ظرفیت لوړونې په موخه به په تعليمي او تحصيلي ادارو کې دا ډول سمينارونه په دوامداره شکل جوړيږي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ د رضاکاره ځوانانو مسؤل ډاکټر محمد عوض د ځوانانو چارو آمريت له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه او د ځوانانو لپاره يې نورو مسؤلينو د توجه کولو غوښتنه يې وکړه.
۱۴۴۶/۵/۷ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۹ هـ ل