بغلان کې سل تنو ځوانانو ته علمي او فکري سیمینار پیل شو
د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست او کلمات علمي او څېړنیزې ادارې په ګډو همکاریو د ځوانانو علمي او فکري ظرفیت لوړولو په موخه سل تنو ځوانانو ته یو میاشتنی علمي او فکري سیمینار پیل شو.
د بغلان اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې وویل: د داسې پروګرامونو جوړول د عامه پوهاوي لوړولو، د علمي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د ځوان نسل د فکري خوندیتوب په برخه کې مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړه، چې د سیمینار په پای کې به له ګډونوالو څخه ازموینه واخیستل شي او غوره ګډونوالو ته به تشویقي ډالۍ ورکړل شي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس له ځوانانو څخه وغوښتل چې له دې فرصتونو څخه ګټه واخلي او د خپلې علمي ظرفیت لوړولو په موخه دې دغه علمي پروګرام کې فعاله ونډه واخلي.
ورته مهال ګډونوالو د دې پروګرام له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او د ځوانانو د فکري ودې لپاره یې د ورته علمي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
۱۴۴۷/۱۱/۵ هـ ق
