بغلان کې د ځوانانو د یووالي او انسجام غونډې ترسره شوې
د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت په هڅو د مرکزي بغلان په منګلو او چهارشنبې تپې سیمو کې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او انسجام په موخه جلا جلا غونډې ترسره شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي یادو غونډو ته په وینا کې وويل: ځوانانو ته اوس مهال د فکري او فرهنګي مبارزې په برخه کې لوی مسؤلیت ور ترغاړې دی، ځوانان باید خپلو ملي، اسلامي ارزښتونو او نظام ته ژمن واوسي، د نظام ټینګښت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي، په خپل منځ کې متحد پاتې شي او یووالی غوره کړي.
ښاغلي هاشمي دغه راز ځوانانو ته د اوسنې نظام د اهدافو او موخو په تړاو هر اړخیزي خبرې وکړې او ويې ویل: ځوانان په ټولنه کې د ملا د تېر حیثیت لري او لازمه ده ترڅو د د دیني مقدساتو، نظام او ټولني په وړاندي خپل ستر مسؤلیت ادا کړي.
په یادو غونډو کې ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د اطلاعاتواو کلتور ریاست دې په فکري، تعلیمي او اسلامي برخو کې خپل فعالیتونه په کلیو او بانډو کې نور هم پیاوړي کړي، تر څو ځوانان ترې برخمن شي.
۱۴۴۶/۹/۱۹ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۹ ل
