بغلان کې د مشاعرو د تنظيم قانون د تشريح غونډه او مشاعره جوړه شوه 

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۲۹
...

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د امیرالمؤمنین حفظه الله د ۲۲ مې ګڼې فرمان چې د مشاعرو د تنظیم قانون دی، د تشريح په موخه د دې ولایت لسګونو شاعرانو، ادیبانو او لیکوالانو سره معلوماتي غونډه او مشاعره ترسره شوه.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: د مشرتابه مقام مشاعرو او شاعرانو ته ځانګړې پاملرنه لري، نو ځکه یې پدې اړه قانون جوړ کړی، ترڅو چارې یې منظمې او په ښه ډول مخته یوړل شي، چې پکې د شاعرانو، مشاعرو او ادبي غونډو جوړونکو ته مسؤلیتونه او مکلفیتونه واضح شوي دي.
ښاغلي هاشمي د تاریخ په اوږدو کې د شعر د اثراتو او رول په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ويې ويل: شاعران باید په خپلو شعرونو او نظمونو کې داسې کلام ځای پرځای کړي، چې ولسونو کې د یووالي او همکارۍ روحيه پياوړې کړي او د اسلام مبارک دین په ګټه وي.
نوموړي زیاته کړه؛ په بغلان ولایت کې د فرهنګي فعالیتونو پراختیا ته ژمن دي او ډاډ یې وښوده، چې فرهنګي چارې تر پخوا، اوس په پوره همغږۍ سره ترسره کیږي، تر څنګ يې غوښتنه وکړه، چې شاعران دې په خپلو منظومو اثارو کې د افغانانو ټولنیزو، دیني، هیوادنیو او ملي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د مشاعرې ګډونوالو هیله وکړه، چې د نوي قانون په عملي کېدو سره به په ټولنه کې د خرافاتي فرهنګونو مخنیوی وشي.
 همدا راز مشاعره کې ادیبانو او شاعرانو د نوي جوړ شوي قانون د هرکلي ترڅنګ خپل نظمونه او شعرونه هم ګډونوالو ته واورول، چې له تود هرکلي سره مخ شول.

۱۴۴۷/۲/۶ ھـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS