بغلان کې د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېټې په کار پیل وکړ
نن سه شنبه (۲۱ د جمادی الاولی ۱۴۴۵) بغلان ولایت کې د لوحو او تابلوګانو د اصلاح ګډې کمېټې چې د بېلابېلو ادارو استازي پکې غړیتوب لري په کار پیل وکړ.
د بغلان د اطلاعاتو اوکلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالفتاح رحیمي وايي، دغه کمېټه به د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې له لوحو او تبلیغاتي بنرونو څخه هغه کلمې لرې کړي چې د افغانستان په ملي او سیمه ییزو ژبو پورې اړه نه لري او له نورو ژبو څخه را اخیستل شوې دي.
د بغلان د کسبګرو مرستیال حاجي شیرمحمد ایوبي چې د دې کمېټې غړیتوب لري له ټولو ښاریانو او کسبګرو څخه غواړي چې د لوحو او اعلاناتو د جوړولو پر مهال ملي ژبې په پام کې ونیسي او دې کمېټې سره همکاري وکړي.
