بغلان ولایت ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې ښوونیز ټولګي پیل شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۳۲
...

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو چارو آمریت د ویناوالۍ، انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو زده کړو په برخو کې درې میاشتني وړیا ښوونیز ټولګي پیل کړل.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر د علم د ارزښت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: افغانستان د دیني او عصري علومو پرته نه شي کولای د بریا لوړو څوکو ته ورسېږي.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر زیاته کړه، چې په دې ښوونیزو ټولګیو کې به د دې ولایت ۱۵۰ تنه بیوزله ځوانان وړیا زده کړې ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې د ویناوالۍ ټولګي یو تن زده کوونکي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او د بغلان ولایت د ولسواليو په کچه د ورته پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
۱۴۴۷/۳/۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS