بدخشان کې له فرهنګيانو، ليکوالانو او شاعرانو سره ناسته وشوه
بدخشان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د معين مولوي عتيق الله عزيزي په شتون کې له فرهنګيانو، ليکوالانو ، شاعرانو او د محلي ژبو د استازو سره ناسته وشوه، چې په ترڅ کې يې فرهنګيانو، ليکوالانو ، شاعرانو او د محلي ژبو استازو د هنر او کلتور له معين سره خپلې ستونزې شريکې کړې او د حل کولو غوښتنه يې وکړه.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئيس ګډونوالو ته په وينا کې وويل: بدخشان ولايت د يوه بڼ په ډول دی، چې پکښې مېشت قومونه د بېلابېلو ګلونو په حيث راټول شوي دي او له هر ډول ژبني، مذهبي او سمتي تعصباتو پرته ژوند کوي او مونږ يې د مسؤلينو په حیث تر منځ د صميميت رامنځته کولو هڅې کوو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معين مولوي عتيق الله عزيزي د بدخشان ولايت د خلکو او ليکوالانو له هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ وويل: له دغې ناستې څخه يې موخه د هېواد د محلي ژبو د استازو، ليکوالانو او شاعرانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، نوموړي ډاډ ورکړ، چې د دوی ټولو ستونزو ته به رسيدګي کيږي.
په دې مراسمو کې شاعرانو د یو بل منلو، دین، ازادۍ او وطن دوستۍ په اړه شعرونه واورول او له اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
۱۴۴۶/۴/۳۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۲ هـ ل
