بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئيس د شغنان سرحدي ولسوالۍ ته سفر وکړ
د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس معزالدین احمدي د شغنان سرحدي ولسوالۍ ته سفر وکړ.
ښاغلي احمدي د یاد سفر په ترڅ کې د دغه ولسوالۍ له مسؤلینو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د تاريخي آبداتو د ساتنې او په دې سيمه کې د ځوانانو د پرمختګونو او د هغوى د زده کړې په برخه کې همکاري او پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د شغنان ولسوالۍ ولسوال مولوي رحمان الدین"رحمانی" "رحماني" د دغې ولسوالۍ د تاریخي آبداتو او د ځوانانو د زده کړو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس ته ډاډ ورکړ.
۱۴۴۵/۴/۲۷ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۰ هـ ش
