بامیانو کې له تاریخي کلاوو څخه لیدنه او څارنه وشوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۰:۴۴
صثیبل

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د یوه پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت د شیبر ولسوالۍ د غندک سیمې د سرخوشک تاریخي کلا او د کافر قلات کلا څخه لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د خپل سفر موخه د کافر قلات کلا ثبت، د دې تاریخي او کلتوري ځای د برجونو، مغارو او عمومي وضعیت ارزونه وبلله.
ښاغلي صالح د سرخوشک کلا د بامیانو له پخوانیو تاریخي ودانیو څخه وبلله او ويې ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې د تاریخي ځایونو څخه دقیقه څارنه وکړي او دغه لرغوني آبدات او آثار داخلي او بهرنیو سیلانیانو ته په سمه او بشپړه توګه وروپېژني.
قاري صالح همداراز د غندک سیمې د کافر قلات کلا څخه هم لیدنه وکړه او د دې ځای لرغونتیا ته په کتو یې نوموړی ځای د بامیانو د تاریخي او لرغونو ساحو په لېست کې ثبت کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د څارنې پر مهال د غندک سیمې له یو شمېر اوسېدونکو سره د تاریخي آثارو د ارزښت او ساتنې په اړه هم خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د دغو ارزښتناکو آثارو د ساتنې په برخه کې له اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري وکړي.

۱۴۴۶/۹/۲۲ ق
۱۴۰۴/۱/۲ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۷:۵
Background image

ملا خیرالله خیرخواه: افغانستان او ایران ګډ کلتوري او تاریخي مشترکات لري

شنبه ( ۲۹ د رمضان المبارک ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر علیرضا بیکدلي او ورسره پلاوي سره وکتل.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۹:۵۲
Background image

په ټول هېواد کې د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله اختريز پيغام ووېشل شو

د هېواد په ټولو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله تعالی د کوچني اختر په مناسبت اختريز پيغام په رسنيو، بازارونو او عامو خلکو په پراخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

پکتیا کې د قران عظیم الشان نندارتون جوړ شو

د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او فرهنګ آمريت له لوري ولايت مقام سره په همږغۍ د روژې مبارکې مياشت په مناسبت د قران عظیم الشان يو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پکتیا د علماوو. . .

BACK TO NEWS