بامیانو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه ‌الله) د فرمانونو د تشریح روزنیز سیمینار جوړ شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۰:۴۶
..

د بامیانو اطلاعاتو او کلتور ریاست د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان او د مشاعرو د تنظیم قانون د پلي کولو په برخه کې د شاعرانو، لیکوالانو او هنرمندانو مسؤولیت په نامه روزنیز سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار کې یو شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، هنرمندانو او د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د سیمینار ویناوالو د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د پلي کولو، ناوړه دودونو له منځه وړلو او د ټولنې په اصلاح کې د فرهنګیانو د رول پر اړتیا ټینګار وکړ.
د سیمینار په لړ کې د عالیقدر امیر المؤمنین(حفظه الله) ۱۷مه ګڼه فرمان (د ناوړه دودونو مخنیوی) او د مشاعرو د تنظیم قانون ګډونوالو ته تشریح شو او غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۷/۷/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS