باميانو کې د غوره کتاب او غوره ليکوال د پيژندنې علمي کميټې غونډه جوړه شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۰:۱۴
....

تیره ورځ د باميانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست کې د غوره کتاب او غوره ليکوال پيژندنې علمي کميټې غونډه جوړه شوه.
یاده غونډه د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي سيف الرحمن محمدي په مشرۍ او د کميټې د نورو غړو په ګډون په باميآن ولايت کې د غوره کتاب او غوره ليکوال د پيژندنې په موخه د يوې طرحې جوړولو په موخه رابلل شوې وه.
د غوره کتاب او غوره ليکوال لړۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو رياست طرحه ده، چې د هيواد ټولو ولايتونو کې د اطلاعات او کلتور رياستونو له لوري د هر ولايت غوره کتابونه او غوره ليکوالان په نښه کيږي، چې غوره کتاب ته جايزه ورکول کيږي او د غوره ليکوالانو هغه شمير کتابونه چې د يادې طرحې په شرايطو برابر وي چاپ کيږي.
د کميټې غړو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دې اقدام څخه هر کلی وکړ، او د غوره کتاب او غوره ليکوال د پيژندلو په موخه يې په يوه مناسبه طرحه کار وکړ، تر څو دباميانو ولايت اړوندو ليکوالو غوره کتابونه او غوره ليکوالان په نښه کړي.
۱۴۴۴/۱۰/۱۹ ه ق
۱۴۰۲/۲/۱۹ ه ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS