بادغیس کې رسنیزو سرغړونو ته د رسيدګۍ په موخه غونډه جوړه شوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۹:۴
llklk

د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري رسنيزو سرغړونو ته د رسیدګۍ په موخه ناسته ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي مطيع الله متقي، د ولايت وياند احمد جان حنظله، د امنيه قوماندانۍ وياند، د امرباالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدو رئيس او د کميټې نورو غړو ګډون کړی وو.
د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي مطيع الله متقي د مهمو رسنيزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د رسنيو له مسؤلينو يې وغوښتل چې د اسلامي امارت له نشراتي پاليسۍ سره سمې خپلې چارې مخته يوسي.
ورپسې د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو د اطلاعاتو او کلتور رياست له هر اړخيزو همکاريو څخه مننه وکړه او ويې ويل: چې د اسلامي امارت له پاليسۍ سره به سمې خپلې چارې مخته وړي.

۱۴۴۶/۴/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۴:۵۸
Background image

په کابل ښار کې د لومړۍ ناحیې د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څارنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د سمون کمېسیون د ساحوي سفرونو په لړ کې د کابل ښار د لومړۍ ناحیې د سینمای پامیر سیمې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې وڅارلې.
د کمېسیون د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۴:۵۴
Background image

د ککرک تاریخي ساحې او غلغلې ښار له پروژو څارنه وشوه

د بامیانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس قاري سید مصطفی صالح د یوه پلاوي په مشرۍ د ککرک تاریخي ساحې او د غلغلې ښار له پروژو چې دا مهال پکې رغنيزې چارې روانې دي، څارنه او لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۱:۳
Background image

په بدخشان کې د پوهنتون زده کړیالانو لپاره علمي پروګرام جوړ شو

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د دې ولایت په عامه کتابتون کې د بدخشان پوهنتون زده کړیالانو لپاره علمي پروګرام جوړ شو.
د عامه کتابتون عمومي مدیر وايي: دا پروګرام د زده. . .

BACK TO NEWS