بادغیس کې د مشاعرو د تنظیم قانون د تشریح سیمینار جوړ شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۳:۵۰
....

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو ته د مشاعرو د تنظیم قانون د تشریح سیمینار جوړ شو.
د سیمینار په ترڅ کې د علماوو شورا رئیس شيخ محمد معروف صبور د اسلام مبارک دین له نظره د شعر پر اهمیت خبرې وکړې او له شاعرانو يې وغوښتل، چې د شعر لیکلو پر مهال اسلامي ارزښتونو ته پاملرنه وکړي او د هغو شعرونو له لیکلو ډډه وکړي، چې د اسلامي اصولو خلاف وي.
همدا راز د بادغیس والي حافظ محمد امین جان عمري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی د فرمانونو د پلي کېدو او په اسلامي ټولنه کې د شاعرانو د ونډې په اړه تفصيلي خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخندزاده مطیع ‌الله متقي وویل: د وياړ او خوښۍ ځای دی، چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کوو، داسې يو نظام چې د خلکو د ژوند ټولو اړخونو ته، په ځانګړې توګه کلتور او ادب ته ډېره پاملرنه لري، شعر زموږ په ټولنه کې لوړ ارزښت لري او نن د مشاعرو د تنظیم قانون چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله له خوا توشیح شوی، تاسو ته وړاندې کېږي، تر څو د اسلام مبارک دین له نظره د شعر مقام او ارزښت لا روښانه شي.
د یادونې وړ ده، چې تر سيمينار وروسته یو شمېر شاعرانو خپل شعرونه هم ولوستل.

۱۴۴۷/۲/۵ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS